د انګریزانو خیبر پښتونخوا





بر سیره پدې چه الله پاک مسلمان ته د ایمان رڼا په برخه کړې ده چه د هغه رڼا په وسیله دی په سمه لاره روان وي ، هغه ته یې دا توان هم ورکړی چه له خپل پخواني تاریخ او د نورو ملتونو له تاریخ څخه عبرت حاصل کړي . لکه څرنګه چه په یوه حدیث کښې نبی کریم صلی الله علیه و سلم فرمایي " لا يُلدغ المؤمن من جحر واحد مرتين " مسلمان له یوې سوړې نه دوه ځلې نه چیچل کیږي .
مګر عجیبه خبره دا ده چه د تاریخ په اوږدو کښی دا ثابته شوې ده چه مسلمانان یو ځل نه بلکه څو څو ځلې له یوې سوړي نه چیچل کیږي خو بیا بیا هماغې سوړي ته لاس اوږدوي . مونږ ولیدل او ګورو چه د صلیبیانو له لاسه له پیړیو وهل کیږو ټکول کیږو خو بیا هم د مصیبت په وخت همدوی ته د مرستې لپاره لاس اوږدوو . د خلیج په جنګ کښې همدوی د دوو مسلمانه همسایه ملکونو په منځ کښې فساد جوړ کړ خو د هغه فساد له منځه وړلو لپاره مو بیرته همدوی ته لاس اوږد کړ ! یهودیان له اویا کالو راپدی خوا فلسطینیان وهي ، ټکوي یې ، خو بیا به بله ورځ مو لیده چه عرفات هماغه یهودیانو پسې منډې وهلې او د رابین د ښځې لاسونه به یې مچول !!! یا نن عباس همدوی پسې منډې وهي چه راځۍ چه سره روغه وکړو !
په دې مسلمانانو کښې پښتانه هم شامل دي . پښتانه مسلمانان او غیرتی مسلمانان دي . پرته له څو بی غیرتانو څخه چه دین ، وطن او ناموس یې خرڅ کړی . چه د هغوی په شان شا‍ذ او نادر نوعیت خلک په هره ټولنه کښې موجود وي چه هغه دومره د اعتبارخاوند خلک نه وي . خو منحیث مجموع دا قوم تکړه مسلمانان دي ولو که د دین پوهه پکښې کمه هم ده خو په دین مین خلک دي . د خپل دین ، ناموس او وطن ننګه یې هر وخت کړې ده . او د همدې ننګې پخاطر ډیر کړیدلي دي . او د خپل غیرت پخاطر د نړیوال طاغوت د سترګو ازغی دي . او له پیړیو کوششونه روان دي چه دا قوم نیست شي . خو تر اوسه د الله تعالی په فضل چه دا کوششونه ناکامه شوي دي .
مګر بیا هم دوی له تاریخه عبرت نه اخلي . یو ځل خو د ډیورنډ کرښې دوی ټوټې ټوټې کړل . څوک یې لر شو او څوک یې بر . څوک یې افغانان شول او څوک یې پاکستانیان . افغانان خو یې خیر بیاهم پخپلو کښې سره ټول دي او یو د بل ننګه کوي او مرستې ته یې ځان ور رسوي . خو بلې خوا ته پاکستانیان یې اول خو په ( ایجنسیانو ! ) کښې و ویشل شول بیا په کلیوال او ښاریانو و ویشل شول او بیا او بیا .. او هغه ټول ویشل شوي وګړو باندې نوم کیښودل شو ( صوبه سرحد ) ! پدې دوه ګونې نوم کښې دغه د سرحد ټکی ډیره ژوره سیاسي معنا لري او هغه دا چه ای پښتنو تاسو یو بیلونکی قوم یاست او حیثیت مو صرف او صرف دومره دی چه دوه ملکونه مو سره بیل کړي دي ، نور نو نه د دې خاورې یی او نه د هغې خاورې . یعنې چه د پاکستان پښتانه د داخل خلک ندي ، دوی خو صرف د کرښې خلک دي . ځکه چه سرحد د دوو ملکونو په منځ کښې کرښې ته وایي . او پدی څیر یې دوی ته یوه دایمي اندیښنه او د عدم هویت احساس پریښود . چه د دغې هویت د حاصلولو لپاره د پاکستان ځیني پښتانه خپل لوی وطن ، خپل امن آن تر دې چه خپل دین یې پریښود . تر اوسه پورې سرې خولیانی یې په سر کړي دي او د سور انقلاب د راوستلو نارې وهي . او دا یې نه لیدل چه دې سور انقلاب والو له پښتنو سره څه وکړل ! دلته یوې ډیرې مهمې خبرې ته اشاره کول غواړم . هغه دا چه څوک دې دا نه وایي چه پښتون ټول یو قوم دی او دوی په پاکستاني او افغاني نه ویشل کیږي . مونږ ټول د دې ګواهان یو چه همدې پښتنو به هزاره ، ازبک ، پښتون او تاجک په یوه تله کښې تلل او ټولو ته یې یو نوم ورکړی ؤ او په هماغه نوم یې غږ ورباندې کاوه ( بچّه کابل جانه ) ( بچّه نفره ) . او دا مو هم ولیدل چه د پښتنو ( باچا خان ! ) او زامن یې او پارټۍ یې له هغه بیوزله پښتنو سره څه وکړل . او بلې خواته د همدې پښتنو له دښمنانو سره په څه خوشحالیو جشنونه جوړول . اجمل خان ( بابا ! ) یادوم . دی تر هغه پورې په کابل کښې د کمونیستانو او د روسانو تر څنګ ولاړ ؤ چه سور ښامار ( سور انقلاب ) یې مخ توری شو .
هغه اصلي خبرې ته بیرته راګرځم .. پښتانه یې څو څو ځلې په مختلفو ډلو وویشل او د دوی د بیوسي حالت دا وو چه ویلی یې نشو چه ولې ... ؟!
دا ټول چا وکړل ؟! پدې هیڅ څوک غور نکوي ! ښه پوهیږي چه همدغو
غربیانو صلیبیانو دا کار کړی خو بیا هم نن یو ځل بیا د هماغه صلیبیانو شیطاني سیاست ته خوشحاله دي او له کومې ورځې چه د صوبه سرحد نوم خیبر پښتونخوا ته اووښتی محفلونه دي نڅاګانې دي ، خوشحالۍ دي او لیکوالان ، مفکرین ، مسلمانان ، سیکولران ، عام خلک ، ښځه اونر ټول ګډیږي . یو هم دا فکر نکوي چه دا ولې ؟! هغه ډیر غټ یې فقط دومره وایي چه ځه خیر دی نیمایي هویت خو مو وموند ! خو دی دومره نه ګوري چه دغه نیمایي هویت یو ناچل هویت دی . د نورو خلکو هویت یې د ده په نامه کړی . پداسې حال چه هغه نور خلک به هیڅکله پدې رضا نشي . لکه مخکښې مې چه وویل چه پښتانه یې په ایجنسیانو کښې هم ویشلي وو ... خیبر ایجنسي ، مومند ایجنسي ، ملاکنډ ایجنسي ، کرم ایجنسي ، باجوړ ایجنسي ، او هاخواته وزیریان او د پیښور خلک ، د سوات خلک ، دره آدم خیل ، کوهاټ او داسې نورې پښتنې سیمې ... آیا دوی ټول خیبر دي ؟! آیا دوی به هم پخپل وار هویت نغواړي ...؟ د دې هویت نه څه حاصل چه صبا هغه ویشل شوي پښتانه په سلګونو نورو خواګانو و ویشل شي .. خیبر پښتونخوا ، باجوړ پښتونخوا ، مومند پښتونخوا ، کرم پښتونخوا، سواتخوا ، پیښورخوا ، داخوا او هغه خوا ، چه څو خواګانې به له دې یوې خوا څخه جوړیږي ! هغه هم که چیرې په آرامۍ سره وویشل شي خو یوه خبره ! مګر تاسو څه فکر کوۍ چه په آرامۍ سره به دا کار وشي !!!
نو په دې اساس پښتنو وروڼو ته مې دا مشوره ده چه د دغی شیطاني په بنسټ کیښودل شوی هویت دې نه مني بلکه ورباندې لازمه ده چه له همدې اوس نه یې مخالفت وکړي او پارلمان دې مجبور کړي چه دا قرارداد بیرته واخلي . ځکه چه دا د پاکستان د پارلمان قرارداد ندی . دا د امریکې د پارلمان قرار داد دی . هغه غواړي چه دغه قوم ختم کړي . ترڅو وکولی شي په آسانۍ سره منطقه خپل اثر لاندی راولي او هیڅ څوک یې مخه ونه نیسي . ځکه چه هغه پدې پوه دی چه یواځې همدغه قوم دی چه د پاکستان له خاورې دفاع کولۍ شي .
بله مشوره مې ورته دا ده چه د پښتونستان د جوړولو کومه ډرامه چه د افغانستان او پاکستان د شریکه دښمنانو لخوا جوړه شوې ده او د ځیني سیمییزو دښمنانو لخوا ورته هوا ورکول کیږي ، له مخلصه او اسلامپاله پښتنو وروڼو نه مې هیله ده چه له دې خړوبي نه دې ځان وباسي ځکه چه دا کار د دوو ملکونو له ټوټې کیدو پرته امکان نه لري . پاکستان او افغانستان به تجزیه کیږي ، له هغې وروسته به یو ملک د پښتونستان په نامه جوړیږي . دا پدې معنا چه که د پاکستان پښتانه وایي چه افغانستان سره به یوځای کیږو ، دې کښې به د دوی څه ګټه وي . ځکه چه افغانستان خوهم لکه د پاکستان په څیردڅو قومیتونو ملک دی ، هلته به د دوی له هغو نورو قومیتونو سره څنګه ګذاره وشي ؟ دوی چه په پاکستان کښې صرف د پنجابیانو او سندیانو وجود نشي ځغملۍ ، نو په افغانستان کښې به له هزاره وو سره او ازبکو سره څه کوي ؟! او که د دوی خبره ومنل شي او لوی پښتونستان جوړ شي نو مطلب یې دا ده چه د افغانستان او د پاکستان پښتانه به یو ځای کیږي او دواړه ملکونه به ټوټې ټوټې کوي بیا به یو ( پښتونستان ! ) جوړوي ... دا کار نه د کیدو دی او نه به یې څوک ورسره ومني او نه به ورته آجازه ورکړل شي .
بهترینه لاره یې همدا ده چه له هر څه نه مخکښې دې دغه نوی نوم ونه مني ، مظاهرې دې وکړي او پارلمان دې مجبور کړي چه دا قرارداد منسوخ کړي .. او د خپلې صوبې د نوم لپاره دې د ټول پاکستان پښتانه سره ټول شي او یو متفق علیه نوم دې ورته وټاکي او بیا دې پارلمان ته وړاندې کړي چه هغه یې جبرا منظور کړي .. دوی دې پخپل ځای کښې درانده وي او د افغانستان پښتانه پخپل ځای کښې ، او له هماغې ځای نه دې له یو بل سره ورورولي وپالي .
په آخر کښې یوه بله د ورورۍ مشوره ورته ورکوم چه له پیړیو د قومیت پالنې په جنګونو کښې او ژبنۍ تعصبونو کښې او پخپلو کښې تربګنیو کښې سره اخته یاست . نن تاسې له ځانه سره حساب کتاب وکړۍ چه له پیړیو روان دغه لانجوڅخه مو څه ګټه اخیستې ده ؟ که دومره تکلیف مو د اسلام د خورولو په لاره تیر کړی وای نو اوس به علی الاقل زمونږ او ستاسې پدی ملکونو کښې به د اسلام په مقابل کښې د ولاړیدو څوک نه وو . مګر اوس ګورو چه کله روسان مونږ باندې ملنډې وهي ، کله انګریزان او کله هم امریکنیان . او له همدې خاطره هغه پښتون چه د تورسري ټکری به یې پردي نه وو لیدلی ، هغه تورسري د لاهور د فلمونو په بازارو کښې لاس په لاس خرڅیږي . د کراچۍ محفلونه په همدوی ګرم دي . د پاکستان ټول قومونه تعلیمونه کوي او د پښتون بچی به بوټان پالش کوي .
چیرته دي هغه د لوی پښتونستان غږ اوچتونکي ...؟!
ای پښتانه ویښ شۍ او لږ له ځانه سره سوچ وکړۍ . چه دا څه کانې درباندې کیږي ...؟!
والسلام .